ایکناخبری آژانس د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی له قوله راپور راکړ، ددغې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاری پخپلې ویناکې ووئيل، د اسلامی ماډرن تمدن رامینځةکول ،دنورو مذهبونو له پیروکارو سره په چلند کې د احساساتو کنټرول او مذهبی آزادۍ ته اړتیا لري.
د اسلامی مذهبونو دنړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري پرون دایران د شمال ګرګان ولایت په کوربتو سره د اسلامی انقلاب په دوهم ګام کې د اسلامی ماډرن تمدن جوړونې او د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دسمینار په دوهمه ورځ پخپلې وینا کې روښانه کړه، دوحدت او دیوه واحد امت د نظر د یووالي دبیانولو ، دعمل په ډګر کې د وحدت د عملی اجرا او د تفرقې د مخنیوي په یوه غږ سره دمدیریّت په باب نظر بیانول د ټولو په اوږو د وحدت په زمینې کې درې مهمې دندې دي.
شهریاري زیاته کړې ،له مخالفت سره په چلند کې ورپسې ګام دا دی چې باید د ظالمانه اقداماتو سره لاس او ګریوان نه شو او باید عدالت په هرحال کې او په تیره بیا له مخالف سره په چلند کې عدالت رعایت کړو.
د اسلامی مذهبونو دنزیدکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي ټينګار وکړ،باید اجازت ورنکړو ،په ټولنې کې ترور او تکفیر وده وکړي او باید له هغو کسانو سره چې د مونږ داسلامی نظام په ضد عملی اقدام کوي مقابله وکړو.
د اسلامی انقلاب په دوهم ګام کې د اسلامی ماډرن تمدن جوړونې او د مذهبونو دنزدیکت دملی سمینار په عنوان سره د ایران د شمال اسلامی وحدت سیمه ایزه غونډه په تیرو دوو ورځو کې په ګرګان کې ترسره شوه چې ډيری داخلی او بهرنیو عالمانو پکې ګډون درلود.
د اسلامی انقلاب په دوهم ګام کې د اسلامی ماډرن تمدن جوړونې او د مذهبونو دنزدیکت دملی سمینار په عنوان سره د ایران د شمال اسلامی وحدت سیمه ایزه غونډه په تیرو دوو ورځو کې په ګرګان کې ترسره شوه چې ډيری داخلی او بهرنیو عالمانو پکې ګډون درلود.
https://iqna.ir/fa/news/4122420/%D